یو هغه صفت چي حضرت امام علی علیه السلام قرآن کریم بللی دی د خدای له لارې څخه ددغه کتاب نه منحرفول دي .امام بزرګوار د نهج البلاغې په 133 خطبې کې فرمائي ؛وَ لَا يَخْتَلِفُ فِي اللَّهِ، وَ لَا يُخَالِفُ بِصَاحِبِهِ عَنِ اللَّهِ ؛آیتونه ئې د خداي تعالی په باب هیڅ اختلاف نه لري او خپل همدم له خداي څخه نه منحرفوي.:::
یوه هغه صفت کې ورباندې استدلال شوی دی چې دغه قرآن د خداي له خوا نازل شوی ،دادی چې ؛قرآن هغه کتاب دی چې هیڅ یو آیت ئې پخپلو کې سره اختلاف نه لري او که په قرآن کریم کې دغه اختلاف وموندل کیدلی،نو نور دغه کتاب د خدای لره نه ؤ.خداوندمتعال دنساء سورې په 82آیت کې د استدلال دغه صفت ته اشاره کوي؛أَ فَلا یَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَ لَوْ کانَ مِنْ عِنْدِ غَیْرِ اللّهِ لَوَجَدُوا فیهِ اخْتِلافاً کَثیراً ؛ آیا د قرآن په باب فکر نه کوي ؟ که د غیر خداي له خوا وائ ،نو پکې به ډیر اختلافات موندل کیدل.(نساء سوره -82)
د قرآن کریم ستر مفسّر او دیني مرجعه آیت الله مکارم شیرازي ددوهمې برخې په تفسیر کې لیکی ؛ او د جمله،یعني وَلاَ يُخَالِفُ بِصاحِبِهِ عَنِ اللهِ؛خپل همدم له خداي څخه منحرف نه کړي؛ دې ته اشاره ده چې د قرآن کریم هیڅ یو آیت انسان د حق له لارې نه لیرې کوي،بلکې د هغه په لور ئې پرمخ بوځي.هغه څوک چې له قرآن کریم سره تمسّک وکړي،هیڅکله نه ګمراه کیږي او هرڅوک ورته امید ولري ،ناامید نه کیږي.
په عین حال کې د امام د خبرو ددوهمې برخې لپاره د سرغړونې يو مثال شته چې بايد تشريح شي:د تاریخ په اوږدو کې پيښه شوې ده چې حتی د قرآن حافظان او قاریان هم دو زخیان شوي دي او د ګمراهۍ په حالت کې له دنیا تللي دي.
قرآن کریم پخپله هدایت کونکی دی،خو دا ا مام دی چې باید دقرآن کریم په وسیله انسان هدایت کړي.قرآن کریم هغه کتاب دی چې انسان په دغه کتاب د بیا هم د معصوم امام تراندازه ورباندې نه پوهیږي. نو دامام دغه فهم او پوهیدا له قرآن څخه ده چې هم هدایتونکی دی او هم نجات ورکونکی.
پیغمبر اکرم(ص) دغه ټکی د ثقلیّن په مشهور حدیث کې ذکر کړی دی او قرآن او عترت (اهل بیت ) ئې دوه شیان بللي دي چې که انسان له دغو دواړو سره تمسّک وکړي ، نو هیڅکله به ګمراه نشي إِنِّی تَارِکٌ فِیکمْ أَمْرَینِ إِنْ أَخَذْتُمْ بِهِمَا لَنْ تَضِلُّوا- کتَابَ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ أَهْلَ بَیتِی عِتْرَتِی أَیهَا النَّاسُ اسْمَعُوا وَ قَدْ بَلَّغْتُ إِنَّکمْ سَتَرِدُونَ عَلَیَّ الْحَوْضَ فَأَسْأَلُکمْ عَمَّا فَعَلْتُمْ فِی الثَّقَلَینِ وَ الثَّقَلَانِ کتَابُ اللَّهِ جَلَّ ذِکرُهُ وَ أَهْلُ بَیتِی... ؛ زه ستاسو په مینځ کې دوه شیان پریږدم چې که دا خپل لاسوند وګرځوئ یا پر هغوي منګولې ښخې کړئ، نو هیڅکله به ګمراه نشئ.: د خدای کتاب او زما عترت چې زما اهل بیت دي .ائ خلکو واورئ! ما تاسو ته دا خبره درورسوله چې تاسو به د حوض کوثر ترڅنګ ماته رارسیږئ، نو زه به له تاسو څخه بیا له دغو دوو یادګارو سره د دتاسو د چلند په باب پوښتنه وکړم،یعنی د خدای د کتاب او زما د اهل بیتو:::